نیویارک ټایمز په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي د ط..البانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) په پاکستان کي خورا ځواکمنه سوې او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ئې بریدونه ډېر کړي دي.
د نيويارک ټايمز راپور دغه راز زیاتوي چي دې ډلي ته مالي او عملي ملاتړ د افغانستان څخه رسېږي، که څه هم د افغانستان ط..البان دا ردوي او څو ځله ئې ادعا کړې، چي د افغانستان د خاوري څخه هيڅ هيواد ته خطر نسته او هېچا ته به اجازه ور نه کړو چي د افغانستان خاوره په خپله ګټه و کاروي.
د سولې څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخي، په پاکستان کي ترهګریز بریدونه تر پخوا ډېر سوي او پاکستان اوس د نړۍ دویم تر ټولو سخت اغېزمن سوی هيواد دئ.
