د بخښني نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د وضعیت د څېړولو د ميکانيزم هرکلی کړی

د بخښني نړۍوال سازمان ویلي، چي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري د افغانستان د وضعیت د څېړلو له پاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم جوړول د عدالت په برخه کي یوه مهم او ستر ګام دئ.
دغه سازمان د ياد تحقيقي ميکانيزم د جوړېدو هرکلی کړی او د ښه عملي کېدو پر برخه ئې ټينګار کړی.
د بخښني نړۍوال سازمان منشي، اګنس کالامارد، ویلي چي افغانستان کي د سزا نه ورکولو دوامداره وضعیت ته په پام، د دغه میکانیزم جوړول د پخوانیو او روانو جرمونو د حساب ورکولو له پاره یو حیاتي ګام دئ چي باید د نړۍوالو قوانینو له مخي تعقیب سي.
ياد سازمان د ط..البانو د‌ جرمونو د افشاء کولو او د عدالت ميز ته د راکشولو پر بر برخه ټينګار کړی.

Verified by MonsterInsights