سرګي لاوروف: په افغانستان کي د دريم هيواد نظامي حضور نه منو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، روسیې ته دا هېڅکله د منلو وړ نه ده چي کوم بهرنی هیواد دي په افغانستان یا حتی د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کي پوځي اډې جوړي کړي.
نوموړي دا خبري د مسکو د مشورتي فارمت اوومي ناستي په پیل کي وکړې.
لاوروف دا اندېښنه پر داسي مهال څرګنده کړې، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د نیولو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چي ط..البانو د نشه يي توکو د کرلو پر ضد اقدامات کړي، او دغه راز، روسیه چمتو ده چي په افغانستان کي د داع.ش ډلي پر ضد له ط..البانو سره همکاري وکړي.
په یاده ناسته کي د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، او د سیمي د څو هیوادونو استازو ګډون کړی دئ. د غونډي موخه دا ده چي د افغانستان د امنیتي ګواښونو، ملي پخلایني او له ط..البانو سره د اقتصادي همکاریو پر موضوعاتو بحث وسي

Verified by MonsterInsights