د کندهار ښار د نهمي ناحيې د دريم يارانه مارکېټ دکاندارانوڅراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د امر بالمعروف ط..البانو د خريلي او کوچنۍ ږيري له امله د دوی دکانونه تړلي او بنديان کړي ئې وو.
د هغوی په خبره چي ط..البان په تکراري ډول دغه مارکيټ ته راځي او د ږيري له امله ئې نيسي، چي د دوی ورځنی ژوند ئې د ستونزو سره مخ کړی دئ.
د هغوی په خبره چي د امربالمعروف ط..البان مارکېټ ته راغلل او ټول هغه کسان ئې ونيول، چي ږيري ئې نه درلودې او وروسته ئې حوزې ته بوتلل.
د دوی په خبره چي بیا ئې د کورنيو مشرانو په ضمانت د حوزې څخه خلاص کړي او ط..البانو ورڅخه تعهد اخيستی، چي نور به ږيري نه کوچنۍ کوئ.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو د کندهار ښار په هغو مارکېټونو کي چي د ښځو لباسونه او فېشن توکي خرڅو خپل څار زیات کړی
