د پاکستان، چین، روسیې او ایران ځانګړو استازو اندېښنه ښودلې چي په افغانستان کي د داع.ش، ال.قاعدې، تحریک ط..البان پاکستان، جیشالعدل، بلوچستان آزادۍ پوځ او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ترهګري ډلي فعاله دي او دا وضعیت د سیمي له پاره جدي خطر بلل سوی.
د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سې شنبې په ورځ ویلي، دا اندېښني د دغو څلورو هيوادونو د استازو په ځانګړې ناسته کي راپورته سوي دي.
د ده په خبره، یادو هيوادونو ژمنه کړې، چي په ګډه سره به د افغانستان له خاوري د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. همدا راز، دا هيوادونه وايي چي دوی د یو باثباته، سوله ییز او له بهرنۍ مداخلي پاک افغانستان ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې دا خبري د مسکو فارمت اوومې ناستي ته چي ط..البانو هم په کښي رسمي ګډون کړی و. په دغه ناسته کي د افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښونو موضوع د سیمي او ګاونډیو هيوادونو له پاره جدي اندېښنه ګڼل سوې ده