د آلمان د هردکه ښار ښارواله د چاقو په يوه بريد کي ټپي سوې

په آلمان کي د هردکه ښار تازه ټاکل سوې ښارواله، آیریس شتالزر، د خپل کور دننه د چاقو د برید ښکار سوې او په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوې ده.
د آلمان د پولیسو په وینا، د هغې روغتیایي حالت ډېر خراب دئ او د غاړې او نس په برخه کي سخته ټپي سوې ده. د آلمان څارنوالان وايي چي د پېښي هر اړخ څېړي او د اړتيا په صورت کي د هغې د کورنۍ غړي هم تر څېړني لاندي نيسي ترڅو د پېښي اصلي عاملين معلوم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights