غزه؛ د نړيوال وجدان مړينه او د انسانيت ناکامي

د غزې د ويرجنه کيسه د بشريت د تاريخ تر ټولو توره پاڼه ده. دوه کاله پوره کېږي چي د اسرائيلو د بې‌رحمانه يرغل او نسل‌وژنېي اور هلته بل دی، خو نړۍ لاهم چوپ ده. د غزې د کنډواله سوې خاوري لاندي يوازي د فلسطينيانو مړي نه دي پراته، بلکي د نړيوال قانون او وجدان مړي هم ښخ دي.

په تېرو څلورويشت ساعتونو کي د اسرائيلي بريدونو له امله لږ تر لږه لس فلسطينيان وژل سوي او نږدې پنځوس تنه ټپيان سوي دي. د غزې د روغتيا وزارت دا شمېرې خپرې کړي دي، په داسي حال کي چي د نړۍ مشران د اوربند د خبرو د پرمختګ اعلان ته غبرګون ښيي. قطر چي د خبرو يو مهم منځګړی دی، ويلي چي د اوربند د لومړي پړاو پر ټولو شرايطو او د عملي کولو پر ميکانيزم هوکړه سوې ده.

حماس اعلان کړی چي تړون پای ته رسېدلی دی، چي له مخي به جګړه ختمېږي، اشغالګرو ځواکونه به له غزې وزي، بشري مرسته به دننه کېږي او د بنديانو تبادله به کېږي. د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا ورځ “د اسرائيلو لپاره ستره ورځ” بللي، خو د فلسطيني ولس لپاره دا لاهم د وينو ورځ ده.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له مياشتي راپدېخوا لږ تر لږه ۶۷ زره انسانان وژلي او تر ۱۶۹ زره زيات يې ټپيان کړي دي. زرګونه کسان لا هم د کنډوالو تر خاورو لاندي پراته دي.

د الجزېزې د راپور له مخه د دوو کلونو په اوږدو کي د اسرائيلو جنايتونه نه يوازي سياسي بلکي قانوني فاجعه هم ده. تر اوسه ۶۶،۴۱۴ انسانان وژل سوي، ۱۶۷ زره ټپيان دي، شاوخوا شل زره ماشومان وژل سوي او هره دقيقه يو ماشوم وژل کېږي. د طبي کارکوونکو ۱۵۸۰ تنه وژل سوي او تر زرو زيات جوماتونه وران سوي دي.

دا ظلم پر هغو خلکو کېږي چي د جنيوا تړون د څلورمي مادې له مخي “خوندې کسان” بلل کېږي؛ يعني هغه اولسي وګړي چي د اشغالګر ځواک تر واک لاندي وي. د همدې تړون د ۳۳مي مادې له مخه هيڅ چاته د هغه جرم سزا نه سي ورکول کېدای چي هغه نه وي کړی، خو اسرائيلو د همدې مادې ښکاره سرغړونه کړې ده. د ټول ولسي نفوس پر ضد بمبارۍ او هوايي بريدونه د “اجتماعي سزا” تر نامه لاندي تر سره کېږي، چي دا د نسل‌وژني ښکاره بڼه ده.

د جنيوا تړون د ۲۰مي مادې له مخي د خوندي خلکو پر ضد د “انتقام” کړني منع دي. د ۱۹مي مادې له مخه د طبي خدماتو پر مرکزونو بريد هېڅکله نه سي کېدای، خو اسرائيلو د نړۍ تر ټولو دردوونکي بريدونه پر روغتونونو کړي. ماشومان، ناروغان او طبي کارکوونکي يې په نښه کړي دي. د روغتيا نړيوال سازمان د غزې روغتونونه “د مرګ سيمي” بللي دي.

د يورو مېډ هيومن رايټس مانېټر د راپور له مخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې اسرائيلو په غزه کي دومره چاودېدونکي مواد کارولي چي د هيوروشيما د اټومي بم دوه چنده دي. دا وحشت په سيمه ييزه او نړيواله کچه د انسانيت پر ضمير يوه څپه ده چي هېڅوک ترې نه سي تېرېدلی.

د جنيوا تړون او د هيګ قوانينو له مخه د جګړې يوازنی قانوني هدف د دښمن پوځي ځواک کمزوری کول دي، نه د ولسي وګړو وژل. د نړيوال بشري قانون له مخي پر ولسي خلکو يا د هغوی پر غير‌عسکري ملکيتونو بريد جرم بلل کېږي. د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې درېيمه ماده وايي چي هر انسان د ژوند، آزادۍ او امن حق لري، خو دا حق د غزې هغو ماشومانو ته ور نه کړل سو، چي لا د مور له شيدو جلا نه ول.

د نړۍ وجدان بايد بېرته راويښ سي. د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدافع ډلو لپاره دا د آزمويني شېبه ده. که نړيوال عدالت اوس هم چوپ پاته سي، نو دا به د بشريت د مړيني اعلان وي. نړۍ هغه لور ته روانه ده چي هر بل ښار به د غزې انځور ولري — کنډوالې، مړي، او د نړيوال قانون ټوټې او …

غزه يوازې د فلسطين نه، بلکې د ټول انسانيت امتحان دی. او تر اوسه انسانيت دا امتحان بایللی دی.

اميد رضا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights