خليلزاد: د پاکستان له خوا پر کابل هوايي بريد د دواړو هیوادونو اړيکي نوري هم خرابوي

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، زلمی خلیلزاد، د کابل پر سیمو د پاکستان وروستي هوایي بریدونو باندي نيوکه کړې او ویلي ئې دي، چي دغه بريدونه ډېري اندېښني راپاروي.
خلیلزاد په خپل ایکس پاڼه لیکلي چي دغه هوايي عملیات به د سیمي په امنیت کي نوي شخړې او ستونزي وزېږوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل پر ځای به وضعیت نور هم پیچلی او خراب کړي.
د هغه په خبره که څه هم ط..البانو په دې وروستیو کي د داع.ش د کمزوري کولو له پاره څرګند ګامونه اخیستي، پاکستان بیا د دغه تروریستي ډلي له پاره په ځینو سیمو کي د پټنځایونو د شتون زمینه برابروي او دا کار د بلوڅو ازاديپالو د فشار له پاره هم کاروي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پوځي لاري د ستونزو د هوارولو غوره لار نه ده او دا ډول اقدامات به د افغانستان او پاکستان ته ګډ زیان ورسي.
خلیلزاد زياتوي، چي تر ټولو اغېزمنه او عاقلانه لاره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مستقيمي خبري او د ترهګرو پټنځایونو په نښه کول دي، نه دا چي وضعیت پوځي تشدد ته ور واچول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights