د افغانستان له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چي پر کابل د اسلام اباد وروستی بريد، چي پاکستان ادعا کوي، چي د ټي ټي پي مشر ئې په کښي وژلی دئ يوه ناکامه هڅه وه.
هغه وايي پاکستان دي د ټي ټي پي مشر په پاکستان کي ولټوي.
هغه د پاکستان د دولت څخه غوښتي دي، چي د ډيپلوماسۍ د لاري دي خپله کړي؛ ترڅو د تحریک ط..البان پاکستان سره اوربند ته ورسېږي.
هغه ويلي، چي د پاکستان څخه تمه نه لري، چي د ډيپلوماسۍ څخه دي کار واخلي؛ بلکي وضعیت به تر دې هم خراب او ستونزمن کړي.