اتحاد هوايي شرکت د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتني پيلوي

د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی، چي له ۲۰۲۵ کال د ډيسمبر له ۱۸مي نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل تر منځ مستقيمي الوتني پيل کړي.
د شرکت د معلوماتو له مخي، دغه الوتني‌ به په اوونۍ کي درې ځله ترسره کېږي، يعني‌ د شنبې، سې شنبې او پنج شنبې په ورځو کي.
د اتحاد هوايي شرکت اجرائیوي مشر انتونوالدو نیوس ویلي، چي د دې نوي تګلاري موخه د سيمي او نړۍوالو اړیکو پراخول دي او کابل د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ګڼل کېږي.
نیوس زياته کړې، چي د دې الوتنو پيل به د سوداګرۍ، پانګوني او کورنيو تر منځ د لیدنو له پاره نوي اسانتياوي رامنځ ته کړي.
د افغان سوداګرۍ شورا د معلوماتو له مخي، دا مهال نژدې ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کي مېشت دي، چې د دغو الوتنو پيل به د هغوی د تګ راتګ له پاره هم ډېره اسانتيا برابره کړي.

Verified by MonsterInsights