سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه ناوخته پر ډيورنډ فرضي کرښي غلام خان بندر ته نژدې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او ط..البانو تر منځ جګړه سوې.
د سرچينې په وينا په دغه جګړه کي دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو څخه استفاده کړې؛ خو تلفات ئې تر اوسه پوري څرګند نه دي.
بايد وويل سي چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ په دغه سرحدي سيمي کي د جګړې د پېښيدو علت تراوسه نه دئ معلوم.
د دغي پېښي په اړه ط..البانو او د پاکستان دولت تراوسه پوري څه نه دي ويلي
