د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، د افغانستان تعلیمي نظام له جدي ستونزو سره مخ دئ، خو د اصلاح او بیا رغوني فرصت ئې موجود دئ.
یونیسف ټینګار کړی، چي د نجونو له پاره د متوسطه تعلیم بندیز لیري کول او د ابتدایي زده کړو پراخولو ته پانګونه کول اړین دي، څو هر هلک او نجلۍ زده کړو ته لاسرسی ولري.
دغه سازمان زیاتوي چي د زده کړو ملاتړ د افغانستان د پخوانیو لاسته راوړنو د ساتني او د راتلونکي پرمختګ لهپاره خورا مهم دئ.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، د ط..البانو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او وروستیو زلزلو د افغانستان تعلیمي بحران لا پسي ژور کړی او شاوخوا دوه میلیونه نجوني د زده کړو محرومي دي
