ماهوا موئیترا :د هند حکومت یوې بدوي ډلي ته سرې غالۍ اواري کړي دي

د هند د پارلمان غړي ماهوا موئیترا هند ته د ط.البانو د بهرنیو چارو د وزیر متقي د سفر اړوند ویلي دي چي د هند حکومت یوې بې فرهنګې او بدوي ډلي ته سرې غالۍ اواري کړي دي.

هغې ویلي چي د ط.البانو په څېر یوه بې فرهنګه ډله په هند کي کي دننه د هند ښځينه خبریالاني له کنفرانس څخه منع کوي او حکومت یې هم هیڅ مخه نه نیسي.
هغې په یاد کنفرانس کي ګډونکونکو نارینه خبریالانو ته په خطاب کي ویلي چي ستاسو فکر او حواس ولي مړه وه،چي ستاسي خویندي او میندي د کنفرانس څخه منع سولې خو تاسو بغیر له اعتراضه ګډون پکښي کړی وو.

هغې زیاته کړې چي د هند په زړه ډهلي کي د حکومتي چارواکو پر داسي بې فرهنګه کارونو چوپتیا د هند ولس ته د منلو وړه نه ده.

Verified by MonsterInsights