د هند پارلمان د مشرانو جرګې غړي ساګریکا غوسي هند ته د ط.البانو د بهرنیو چارو وزیر متقي د سفر اړوند ویلي چي د هند خاوري او پایتخت ډهلي ته د ط.البانو داخلېدل یو زړه بوږونکی خبر دی.
هغې ویلي چي دا ډیر حیرانونکی کار دی چي د ط.البانو غوندي یو زن ستېزي ډلې ته د هند خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړل سوې ده.
هغې په پریس کنفرانس کي د ط.البانو له خوا د هند د ښځينه خبریالانو د منع په غبرګون کي ویلي چي ط.البانو دا د نړۍوالو قوانینو مخالف کار کړی دی، او د هند حکومت له خوا داسي کار ته اجازه ورکول دیر حیرانونکی کار دی.
هغې ویلي چي د ط.البانو غوندي ډلې له خوا په ډهلي کي د داسي کار ترسره کول د هند دیموکراسي ته سپکاوی دی،ځکه په هندوستان کي ښځينه او نارینه برابر دي،او ط.البانو دغه کار د هند د قوانینو او کلتور سره په ټکر کي دئ
