غزې ته ۲۰۰۰۰۰ فلسطينیان ستانه سول

د اسرائیل او حما.س د اوربند د اعلان وروسته پرون جمعه د شپې ناوخته په سلګونو زرو فلسطینیان غزې ته ستانه سول.

د راپورونو له مخي شاوخوا د دوو لکو څخه تر دوه نیم لکو پوري کسان د صلاح‌الدين او الرشيد پر لارو د خپلو کورونو پر لور غزې ته ستانه سوي دي.

د حما.س دفاعي سرچينو په وينا، د خلکو دا ستنېدنه د جګړې له سختو مياشتو وروسته د يوې لنډي ساه‌اخيستنې په څېر ده، په ورته وخت کي زياتره کورونه او کلي سخت ويجاړ سوي دي او خلګ د اوسېدو ځایونه نه لري.

د حما.س د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د خلکو د خونديتوب لپاره به امنيتي ځواکونه بېرته سيمو ته واستوي

Verified by MonsterInsights