د افغانستان او پاکستان کړکېچ او اړيکي

د افغانستان او پاکستان اړیکي چي له تاریخي پلوه یې ددغه هیوادونو پر سیاست، سوداګري، ټولنو او بېلابیلو اړخونو باندي مثبتي او منفي اغیزي کړي دي، هغه اړیکي بلل کیږي چي د هند د لويي وچي تر وېش وروسته په سیمه کي رامنځ ته سولې.
افغانستان او پاکستان له 1947 کال را وروسته په سیمه کي یو له ناندریزو ګاونډیانو څخه ګڼل کیږي، او ددوی اړیکي د مثبت په پرتله منفي اړخ ته زیات میلان لري، دا ځکه چي پاکستان په سیمه کي د افغانستان د لويي مځکي چي د ډیورنډ کرښي په ختیځه خوا کي موقعيت لري یو غاصب او د استعماري ګټو پالونکی هیواد دی. د ډیورنډ مسئله له هغه تړون څخه عبارت ده چي د افغانستان د پخواني امیر عبدالرحمان په دور کي د انګرېزانو او بریتانوي هند له لوري په زوره پر افغانانو باندي وتپل سوه.

په 1947 کال کي د انګرېزانو د ظالمانه پریکړي له مخي د پاکستان منځته راتګ د افغان حکومت او عام ولس سخته غوسه وپارول، او د پښتونستان لاندي کول یې د برتانوي هند یو غاصب او یو اړخېزه اقدام وباله چي پر بنسټ یې افغانستان د خپلي ځمکي څخه په زوره بېل کړل سو. د افغانستان حکومت او خلک د خپلي داعیې لپاره د پښتونستان د یوشمېر مشرانو او مخورو سره د پاکستان د ظالمانه پالیسۍ له امله په اړیکه کي پاته سول او د ظاهرشاه په حکومت کي یوځل کله چي داوود خان لمړئ وزیر وټاکل سو، د پښتونستان مسئلې دومره زور واخیست چي نژدي وو دواړه هیوادونه جګړې ته داخل سي، خو پېښه بیرته د ډیپلوماتیکو اړیکو له لاري هواره سوه او داوود خان مجبوره سو چي استعفاء وړاندي کړي.

په 1973 کي د داوود خان له لوري د نوي جمهوري حکومت منځته راتګ روس پلوه کمونسټانو ته په رسمي ډول د نفوذ لاره هواره کړه او په دې توګه هغه کسان چي ددوی مخالفین بلل کېدل د مجاهدینو د مشرانو په توګه یې افغانستان د پاکستان په نیت پرېښود. د پاکستان حکومت له افغانستان سره د خپلي دښمنۍ له مخي له سعودي عربستان، خلیجي هیوادونو او امریکا په ملاتړ یادو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او له همدغه مهاله یې ورته فوځي او استخباراتي مرستي پیل کړې.

په 1979 کال کي د داوود خان تر وژني او شوروي اتحاد تر یرغل وروسته افغانانو په لوی شمېر پاکستان ته هجرتونه پیل کړه او دغه هیواد د خپلي سیاسي موخي لپاره چي د افغانستان نا ارامی بلل کېده، د افغان مجاهدینو په پراخه روزنه لاس پوري کړ، چي دغه روزني یې یوه لسیزه دوام وکړ. خلقي مشر حفیظ الله امین په دې ترڅ کي یو ځل له پاکستان سره د ښو اړیکو هڅه هم وکړه خو دې هڅي کومه پایله ورنکړه او پاکستان پرله پسې منفي سیاست په مخه وړی. د خلق دیموکراتیک حکومت په وروستیو کي پاکستان د رسمي افغان حکومت په شتون کي په پېښور ښار کي جرګه ترسره او د ټولو رسمي اصولو خلاف یې د امریکا او سعودي عربستان په مرسته د مجاهدینو جلا وطنه حکومت اعلان کړ.

په 1992 کال کي د کمونسټانو تر پرځېدو وروسته پاکستاني استخباراتو په رسمي ډول افغانستان ته لاس را اوږد کړ او تر 1994 کال پوري یې د مجاهدینو او بیا طالبانو ملاتړ پیل کړ. پاکستان په سیمه کي یو له هغه هیوادونو څخه وو چي د طالبانو لومړی حکومت یې د نورو ګاونډیانو پر خلاف په رسمیت وپېژندی او خپلي هري ترهګري ډلي ته یې لاره هواره کړه ترڅو په افغانستان کي نفوذ وکړي.
پاکستان د خپلي نیابتي جګړې پر مهال د پاکستان له جمعیت علماء اسلام ګوند څخه د نورو په پرتله زیاته ګټه پورته کړه او لوی شمېر طالبان له یې همدغه لاري افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل. په 2001 کال کي د طالبانو تر سقوط وروسته پاکستان له نوي افغان حکومت سره رسمي اړیکي پیل کړې، خو خپله دوه مخي یې د پخوا په څېر روانه وساتل او تر ۲۰۲۱ع کال پوري یې د پخو ثبوتونو پر اساس د افغان حکومت مخالفینو ته پخپل هیواد کي ځای ورکړی وو.

پاکستان له تیرو څو لسیزو راهیسي د افغانستان په وړاندي سوداګریزه جګړه هم روانه ساتلې ده او په دې ترڅ کي یې د افغانستان د مېوو او سابو رسېدلو پر وخت ډېر کله د ډیورنډ کرښي سرحدي دروازې بندي ساتلي دي چي له امله یې تر دا مهاله افغانستان ته میلیاردونه افغانۍ زیان اوښتی دی. داځکه افغانستان سمندر ته لار نلري او مجبوره دی د کراچي له بندره کار واخلي. د پاکستان ددغه ډول جګړې په وړاندي یو ځل داوود خان او بیا ولسمشر اشرف غني هوایي دهلیزونه رامنځ ته کړه چي افغانستان ته یې تر ډېره پوري اقتصادي ګټه هم ورسول.

له ډاکټر اشرف غني وروسته، کله چي طالبان يو ځل بيا د ۲۰۲۱ ع کال د اګست په مياشت کي پر افغانستان واکمن سول، د افغانستان او پاکستان اړيکي يو ځل بيا نوي بڼي ته داخلي سوې. پاکستان تمه لرله چي د طالبانو حکومت به د دوی غوښتني ومني او د ډيورنډ کرښي رسميت ته به غاړه کښېږدي، خو د طالبانو د مشرانو له لوري دا غوښتنه په څرګنده توګه رد سوه. د طالبانو د واکمنۍ له لومړيو مياشتو راهيسي د ډيورنډ پر کرښه د دواړو لوريو ترمنځ نښتي، د ګمرکي دروازو تړل، او د وسلوالو ډلو تګ راتګ زيات سو.

پاکستان د خپلو ستونزو پړه د طالبانو پر حکومت واچوله او ادعا يې وکړه چي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي له افغانستانه حملې کوي. خو د افغانستان چارواکو تل دا ادعا رد کړې او پاکستان ته يې ويلي چي د خپلې کورنۍ ناکامۍ مسووليت پر نورو مه اچوي. په دې توګه، د دواړو هیوادونو اړیکي يو ځل بيا د بې‌باورۍ او لفظي جګړې تر کچي رسېدلې.

په همدې موده کي، د سوداګريزو اړيکو حالت هم خراب سو. پاکستان د تورخم او سپين بولدک دروازې څو ځله د بېلابېلو پلمو له امله وتړلې چي د افغانستان د سوداګرو او عامو خلکو پر ژوند يې ژور اغېز وکړ. افغان چارواکو بيا د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره د ترانزيټي تړونونو او د ايران له بندرونو سره د نوي سوداګريز مسير د جوړولو هڅي پيل کړې ترڅو د پاکستان له انحصاره ځان خلاص کړي.

بل لور ته، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په سيمه کي د چين، روسيې، ايران او منځنۍ آسيا هيوادونو توجه د پاکستان له انحصار څخه د افغانستان پر لور زياته سوې ده. چين غواړي د «يوه کمربند، يوه لار» ستراتيژي د افغانستان له لاري پياوړې کړي، حال دا چي پاکستان هڅه کوي د دې ستراتيژي مهمه برخه پاته سي. دا سيالۍ د دواړو ګاونډيانو ترمنځ نوی سياسي او اقتصادي فشار رامنځ ته کړی دی.

د دې ټولو تر څنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ لانجه لاهم د اساسي شخړې مرکز دی. پاکستان غواړي دا کرښه رسمي سرحد وپېژندل سي، خو افغانان، که د هر حکومت تر واک لاندي وي، دا کرښه د استعماري جبر محصول ګڼي او د نه منلو وړ يې بولي. له همدې کبله، د دواړو هیوادونو اړیکي که څه هم په ظاهره وخت ناوخت د ډيپلوماتيکو خبرو له لاري نرمېږي، خو په بنسټيز ډول د بې‌باورۍ او متقابل شک پر محور ولاړې دي.

Verified by MonsterInsights