د بدخشان ولایت سیمهییزو سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د سرو زرو د يوه کان پر سر د ط..البانو ترمنځ نښته کي اته ط..البان وژل سوي دي.
د سرچینې په وينا دا جګړه د یاوان ولسوالۍ د «یالور» په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د سرچینو په خبره، د جګړې پر مهال د ط..البانو د یاوان ولسوالۍ د حقوقو مدیر او د ترافیک آمر هم وژل سوي دي.
دسرچينې په حواله چي پر دغه کان باندي د کندز د والي او د بدخشان د ط.. البانو ترمنځ جګړه سوې.
باید وويل سي چي د دغی جګړې په اړه تر اوسه ط..البانو څه نه دي ويلي.