د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنر، فېلیپو ګرندي، ویلي دي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه او تاوتریخوالی به د سیمي د خلګو او ثبات له پاره په زیان تمامه سي.
د هغه په خبره دغه سیمي له اوږدې مودې راهیسي د شخړو، جبري بېځايه کېدو او بشري کړکېچونو شاهدي پاته سوي دي، نو هر ډول نوې شخړه به د خلګو دردونه او مشکلات نور هم زیات کړي.
هغه ويلي:«موږ هیله لرو چي دواړه خواوي د تاوتریخوالي د کمولو له پاره بېړني ګامونه واخلي، څو د اغېزمنو خلګو ژوند او د سیمي ثبات خوندي پاتې سي.»
د ملګرو ملتونو د دې چارواکي له څرګندونو وړاندي، د ایران، قطر او سعودي عربستان چارواکو هم د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
د دغو هېوادونو استازو ټینګار کړی چي د شخړو پر ځای باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره خپله سي، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول سي.