د پاکستان او ط..البانو د کړکېچ نن دوهمه ورځ ده، چي د تورخم، سپين بولدک، انګور اډې، بهرامچې او خرلڅي لاري د مسافرو او سوداګرو پر مخ په بشپړ ډول بندي دي.
ځايي سرچينې وايي چي د ط..البانو او پاکستان د وروستيو نښتو له امله دواړو خوا ته زرګونه مسافر، افغان کډوال او سوداګريز توکي بند پاته دي.
د پاکستان دولت او ط..البانو د دغو لارو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.