د ههنګاو په نوم د ايران د بشري حقونو سازمان ويلي، چي د ايران حکومت د يوه افغان په شمول پنځه تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو د ايران په زندانونو کي اعدام کړي دي.
د دغه سازمان په خبره چي د ايران دولت دغه افغان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولی او اعدام کړی و.
ياد سازمان د اعدام سوي افغان د هويت په اړه نور څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه اعدام سوي افغان په تړاو څه نه دي ويلي