د ط..البانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي چي د افغانستان ټول ګاونډيان، پرته له پاکستانه، له ط..البانو سره د خپلو اړيکو څخه خوښ دي.
د فایننشل اکسپرس د راپور له مخي، متقي د سې شنبې په سهار ويلي چي ط..البان له هېڅ هیواد سره د شخړي غوښتونکي نه دي او غواړي د سيمي له ټولو هیوادونو سره د تفاهم پر بنسټ اړيکي ولري.
متقي له دې مخکي د پاکستان له لوري د پولهييزو کړکېچونو په غبرګون کي خبرداری ورکړی و، چي که اسلاماباد د سولي غوښتونکی نه وي، ط..البان به نوري لاري هم ولټوي.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف د ط..البانو پر دريځ نيوکه کړې، ويلي ئې دي چي دا ډله يو وخت ګواښ کوي او بل وخت د خبرو اترو خبره کوي، چي دا يو متضاد چلند دئ او نړۍواله ټولنه ورځ تر بلي پر دغه ډله باندي بې باوره کېږي.