په پاکستان کي د ناامنۍ وروستي څپې یو ځل بیا هغه پوښتنه راژوندۍ کړې ده، چي د دې هيواد د استخباراتي ادارې، آیاېسآي، اصلي رول څه دئ؟ دا اداره چي له پېله د پوځ تر سیوري لاندي فعاله وه، نن د یو داسي ځواک په بڼه لیدل کېږي، چي د هيواد د سیاسي، نظامي او حتا مذهبي توازن واګي یې په خپلو لاسونو کي نیولي دي او تازه يې له افغانستان سره پرلپسې نښتي وکړې.
څېړنیز راپورونه او ځینو خبري رسنیو ادعا کړې چي څو ورځي د پاکستان د لوري پر ډيورنډ کرښه ځيني مشکوک کارونه ښيي چي ښايي د يو ځانګړي سیاسي هدف لپاره برابر سوي وي او ياهم د پوځ د لوړپوړو افرادو لپاره د واک د یوځای کولو یا د سیاسي نظم بدلولو لپاره. په دې چوکاټ کي راپورونه وايي چي ځیني استخباراتي پروژيي ګامونه او نظمونه کیدای سي پاکستان کي د یوه احتمالي کودتا یا د مارشل لا لپاره زمینه برابره کړي.
د ترلاسه سویو معلوماتو له مخه، د (آی ایس آی) يا انټر سروسز انټلیجنس په مستقیم ډول په سيمه او پاکستان کي په ډیری بریدونو کي ښکیل دی، په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو او فرضي کرښه باندي.
راپورونه ښیي چي آی ایس آی نه یوازي د دې عملیاتو ځیني اسانتیاوې برابروي بلکې پخپله یې هم پلي کوي. داسي ښکاري چي دا ځل د موضوع تر شا یو نوی هدف پروت دئ، چي هغه د جنرال عاصم منیر له لوري د مارشل لا د اعلان او د سیاسي واک د تمرکز هڅه ده. هغه ادعاوي چي ګوندې عاصم منیر امریکا ته ژمنه ورکړې، چي د واک تر لاسه کولو وروسته به د پاکستان طبیعي سرچینې په لوېدیځو بازارونو کي پلوري، امریکا ته به پوځي اډې ورکوي، داعش ته به د بیا فعاله کېدو زمینه برابروي، او له چین، روسیې او ایران سره به د اړیکو د خرابېدو سیاست پرمخ وړي، دا ټولي خبرې د یوې خطرناکي لوبي بوی لري.
که دا ادعاوي ریښتیا وي، نو پاکستان د یوې نوي سیاسي تراژیدۍ پر درشل ولاړ دئ؛ داسي تراژیدي چي ښايي نه یوازي د پاکستان دننه بلکي د ټولي سیمي ثبات له منځه یوسي. له یوې خوا، پوځ غواړي خپل زوړ واک بیا راژوندی کړي، او له بلي خوا، ملکي حکومتونه د دې لوبي قرباني کېږي. د پاکستان اولس بیا، د دې ټولو تر شا د ناامنۍ، بېوزلۍ، او نړیوال انزوا بیه پرې کوي.
عاصم منیر هغه څوک ګڼل کېږي چي غواړي د پوځ تر ټولو پخوانۍ معادله بیا را ژوندۍ کړي، یعنې پوځ د سیاست څښتن او اولس د چوپتیا مکلف وګڼي.
په دې منځ کي آیاېسآي خپل پخوانی تاکتیک بیا تکراروي چي د ترهګرۍ، دیني افراطیت او استخباراتي لوبو تر نوم لاندي د واک ساتنه وکړي. خو دا لوبه اوس له کنټرول څخه وتلې ده. هغه وسلې او ډلي چي یو وخت د نورو پر ضد کارېدلې، نن د پاکستان پر خپله خاوره راګرځي.