د تهران څخه د افغان کډوالو د‌ايستلو دوهم پړاو پيل سوی

ایراني رسنیو خبر ورکړی چي د تهران له بهارستان ښار څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو رسماً پیل سوی دئ.
د تهران د کډوالو او وګړو چارو عمومي ریاست ویلي، چي د دې پروسې له پیل راهیسي تر اوسه له ۴۵۰ زره زیات افغان کډوال مجبور سوي چي دغه ولایت پرېږدي او خپل هیواد ته ستانه سي. د چارواکو په وینا، دا لړۍ به تر هغو دوام وکړي، څو ټول بې اسناده افغانان له سیمي وایستل سي.
د ایران حکومت وایي، دا اقدام د هیواد د امنیت، نظم او د قانون د تطبیق له پاره اړین دئ. خو د بشري حقونو فعالان اندېښنه څرګندوي چي دا ډول پراخ ایستل نه یوازي د کډوالو ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکي د هغوی پر کورنیو او ماشومانو هم ناوړه اغیز لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights