د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاري لا هم تړلي دي

د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله، نن پنځمه ورځ ده چي د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولي د تګ راتګ لاري تړلي پاته دي. سرچینې وایي چي نه یوازي د تورخم او سپین بولدک پولي؛ بلکي نوري د تګ راتګ لاري هم د مسافرو او بار وړونکو موټرونو پرمخ تړل سوي دي.
د پرله‌پسې نښتو له امله زرګونه کسان له ستونزو سره مخ دي. مسافر، ناروغان او سوداګر دواړو غاړو ته بند پاته دي او د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.
د لارو بندېدو له امله سوداګریز فعالیتونه ټکني سوي او سوداګرو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights