د پنچ شنبې په ورځ يوناما په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، د ط..البانو او پاکستان ترمنځ وروستيو پولهييزو نښتو کي لږ تر لږه ۱۸ ملکي کسان وژل سوي او له ۳۶۰ زيات نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي تر ټولو زيات تلفات د کندهار په سپينبولدک ولسوالۍ کي رامنځ ته سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په سپين بولدک کي په هوايي بريد کي زياتو ملکي کسانو ته زيان رسېدلی دئ.
یوناما له ط..البانو او پاکستان څخه غوښتي چي د ملکي خلګو د خوندیتوب له پاره جګړې ودروي او د نړۍوالو قوانينو اصول دي مراعات کړي.
بايد وويل سي، چي جګړې د تېري شنبې په شپه وروسته له هغه پيل سوې چي ط..البانو د پاکستان د هوايي بريدونو په غبرګون کي د پاکستان پر پولهييزو پوستو بريدونه وکړل. دواړو لورو تېره ورځ اوربند اعلان کړی، خو راپورونه ښيي چي دا اوربند په سپينبولدک کي نقض سوی دئ او پاکستان تر اوربند وروسته بیا هم پرلپسې هاوانونه پر سپين بولدک ولسوالۍ غورځولي
