ط..البانو په لغمان کي درې کسان په دورو وهلي

د ط..البانو د بدني سزاوو په دوام په لغمان ولایت کي د يوې ښځي په ګډون درې تنه په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د ط.. البانو د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغو درو کسانو ته د‌ کور څخه‌ د تېښتي او غلا په تور سزا ورکول سوې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسان ئې ۳۹ -۳۹ دورې وهلي او د شپږو مياشتو څخه تر يوه کاله پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights