ایټالیا د افغان راستنېدونکو کډوالو له پاره ۲ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

ایټالیا د افغانستان له پاره ۲ میلیونه یورو ځانګړې کړې ترڅو له هغو افغانانو سره مرسته وسي؛ چي خپل هیواد ته بېرته ستانه سوي او یا هم د بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
دا مرستي به د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ (یوان‌اچ‌سي‌آر) له لاري مستحقو او زیانمنو کسانو ته وویشل سي.
د یوان‌اچ‌سي‌آر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي افغانستان لا هم د پراخو راستنېدنو شاهد دئ او یوازي د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه له ۲ میلیونو څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.
د یادي ادارې په وینا، دا مرسته به د راستنېدونکو او هغو خلګو سره چي له اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي، د لومړنیو اړتیاوو، سرپناه، روغتیا او نورو مهمو خدماتو د برابرولو له پاره ولګول سي. یوان‌اچ‌سي‌آر ټینګار کړی، چي د نړۍوالو مرستو دوام د راستنېدونکو او زیانمنو افغانانو د ښه ژوند له پاره خورا مهم دئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights