بلال سروري:د پاکستان سره د جګړې پر مهال هب.ت الله کابل ته پیغام لېږلی و چي انټرنيټ مو د چا په اجازه ایله کړی دی

ازاد خبریال بلال سروري ویلي چي د پاکستان سره د تودې جګړې پر مهال او پر افغان خاوره د پاکستان د ښکاره تیري وروسته د طا.لبانو د ډلي مشر هب.ت الله د انټرنټ په موضوع لګیا وو.
هغه ویلي چي د جګړې په وخت کي هب.ت الله له کندهاره د کابل د والي په خوله کابل پیغام لېږلی و چي د رئیس الوزراء،کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو رئیس څخه پوښتنه وکړي چي تاسو د چا په اجازه انټرنټ ایله کړی دی.
هغه زیاته کړې چي په یاده جګړه کي ولس د پاکستان مقابل ولاړ و خو د ط.الب مشران بیا په نورو جزئي موضوعاتو ځانونه مصروف کړي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights