په خيبر پښتونخوا کي چاودنه سوې

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نن سهار د دغه ايالت د ميرعلي ولسوالۍ په خدي بازار سيمه کي درنه چاودنه سوې ده.
د سرچينې په وينا چي چاودنه دومره قوي وه، چي تر لېرو ساحو پوري ئې ږغ اورېدلی سوی دئ.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو هم د دغي چاودني تائيد کړی خو د تلفاتو په اړه ئې څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights