د ملګرو ملتونو د بشر حقونو دفتر د بادغیس ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کي د ط..البانو لخوا د یوه کس علني اعدام سخت غندلی دئ.
د دې ادارې په اعلامیه کي ویل سوي چي علني اعدامونه د نړۍوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف دي.
د بشر حقونو عالي کمیشنر، ولکر تورک، له ط..البانو غوښتي چي ژر تر ژره دي د اعدام د دا ډول سزاو څخه لاس واخلي او انسان فطري حقونو ته دي ژمن پاته سي.
بايد وويل سي، چي يوه ورځ وړاندي ط..البانو په بادغيس ولايت کي د محمد اسماعيل په نوم کس د يوې ښځي او يوه سړي د قتل په تور اعدام کړی و.