د افغان کډوالو پر مخ د سپين بولدک دروازه خلاصه سوې

د ط..البانو تر کنټرول لاندي ملي تلوېزيون د جمعې په ورځ باندي ويلي، چي د افغان کډوالو له پاره په کندهار کي د سپين بولدک دروازه خلاصه سوې، ترڅو دغه افغان کډوال د پاکستان څخه خپل هيواد ته ستانه سي.
په ورته وخت کي د سيمي څخه ځايي خلګو هم څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوې ويډيو کي ويلي چي دغه دروازه نن يوازي د افغان کډوالو پر مخ خلاصه سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights