د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې او د نړۍوالو خبریالانو فدراسیون د پاکستان له خوا پر کابل په هوايي برید کي د ط..البانو دولتي رسنۍ خبریال عبدالظاهر صافي وژل غندلي او د پېښي د عاجلي څېړني غوښتنه ئې کړې ده.
راپورونه وایي، صافی په کابل کي د هوايي برید پر مهال وژل سوی. د هغه کورنۍ وايي، برید د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند وروسته وسو.
د خبریالانو اتحادیه او نړۍوال سازمانونه ټینګار کوي، چي خبریالان ملکي وګړي دي او باید د جګړو پر مهال هدف و نه ګرځي.
په ورته وخت کي د نړۍوالو خبریالانو فدراسیون (IFJ) هم دا برید د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او ټینګار ئې کړی، چي دولتونه باید د جګړو پر مهال د خبریالانو امنیت تضمین کړي.
دا په تېرو درو ورځو کي دوهم خبریال دئ، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د شخړو په جریان کي وژل کېږي