د بې ځايه سوو نړۍوال سازمان: د پاکستان او ط..البانو د کړکېچ په اړه دي ملګري ملتونه بېړنۍ غونډه ونيسي

د بې‌ځایه سوو خلګو د ملاتړ نړۍوال سازمان ط..البانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د شدت په اړه خپل اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان په یوه تازه اعلامیه کي له ملګرو ملتونو غوښتي، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د رامنځ ته سوي کړکېچ د ارزوني له پاره دي بېړنۍ غونډه راوبولي.
ياد سازمان ټینګار کړی، چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د سیمي د ثبات او د بشري وضعیت د خرابېدو د مخنیوي له پاره سمدستي ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کي ویل سوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دوام نه یوازي د دواړو هیوادونو خلګو ته زیان رسوي، بلکي د سیمه‌ییزي سولي او بشري وضعیت له پاره هم جدي ګواښ دئ.
دغه اداره وایي، که چیري د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو او منځګړیتوب هڅي ونه سي، ممکن د تاوتریخوالي پراختیا د بې‌ځایه سوو خلګو شمېر نور هم زیات کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights