د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اوربند د مذاکراتو تر پايه اوږد سو

د جمعې په ورځ ناوخته يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اوربند د اسلام اباد په غوښتنه د مذاکراتو تر پايه پوري اوږد سوی.
د سرچينې په وینا چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات سبا شنبه د قطر په مرکز دوحه کي پيلېږي.
د دغو مذاکراتو له پاره د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف او د استخباراتو رئيس عاصم ملک قطر ته رسېدلي دي.
د سرچينې په وينا چي د ط..البانو له خوا په دغه مزاکراتو کي د ط..البانو د دفاع وزير م.لا يعقوب م.جاهد‌ ګډون کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights