د بشري حقونو نړۍوال سازمان: د پکتیکا بمبار د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

د بشري حقونو نړۍوال سازمان د پکتیکا په وروستي هوايي برید کي د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د افغان کرکټ د محلي لوبغاړو وژل کېدل غندلي او له نړۍوالو بنسټونو ئې غوښتنه کړې چي دا پېښه په بېړني ډول وڅېړي.
یاد سازمان په یوه خپره سوې اعلامیه کي ویلي، د ملکي وګړو په نښه کول د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د منشور ښکاره سرغړونه ده.
په اعلامیه کي ټینګار سوی، چي‌دا ډول بریدونه نه یوازي د انساني حقونو اصول تر پښو لاندي کوي، بلکي د سیمه‌ییزو سپورټي او مدني فعالیتونو پر وړاندي یو ناوړه پیغام هم لېږي.
د بشري حقونو نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو، د نړۍوالو بشري حقونو شورا او اړوندو څارونکو ادارو څخه غوښتنه کړې، چي د پېښي د حقایقو د معلومولو له‌پاره بې‌طرفه او خپلواکه څېړنه پیل کړي، څو عاملین ئې عدالت منګولو ته وسپارل سي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخي، پاکستان تېر ماښام هوايي برید د پکتیکا په یوه سرحدي سیمه کي‌کړی، چي پرمهال ئې يو شمېر ملکي وګړي، په ځانګړي ډول د کرکټ ځوان لوبغاړي وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights