«د مسلمانانو دا ستونزه ده چې دوى چې څه کوي هغه خپل د اولسونو تر مخ نه شي منلى او څه چې اولسونو ته وايي په عمل کې د هغه برعکس کوي.
پاکستان برطانيه او امریکا جوړ کړ څه موخې يې درلودلې دا خبره اوس له چا پټه نه ده. دا وخت هم پاکستان د انډين اينډيپنډنس اېکټ يعنې تقسیم هند د قانون په رڼا کې د برطانيه ماتحته ملک دى. په بله معنا په قانوني توګه سياسي خپلواکي نه لري. خو د اولسونو تر مخ دا خبره نه کولى شي او نه يې منلى شي.
ځکه له اتيا کلونو اولس ته دروغ وايي، چې يهود او نصارا زموږ دښمنان دي، نو ځکه دوى زموږ وجود ته خطر دي. حالانکې د دوى وجود د هغو له برکته دى. نو ځکه دوى که په خوله هر څومره بد او رد ورته وو وايي، خو په عمل کې به همېش هغه کارونه کوي. په کوم کې چې د هغو ګټه وا مفاد وي.
دغه رنکه حال د عربو ملکونو دى، دا ملکونه هم برطانيه جوړ کړي دي، دغه باچاهان ټول هغو کشېنولي دي. يو حکومت هم د اولسونو ټاکلى حکومت نه دى. ځکه به دغه باچاهان تل د خپل بادار ګټې خوندي کوي او اطاعت به يې کوي.
دوى که په خوله زر ځله د اسرائیل مخالفت و کړي، خو حقیقت دا دى چې د دوى ملکونه هم هغو قوتونو جوړ کړي دي. کوم چا چې اسرائیل جوړ کړى دى. يعنې د دوى ملکونه او پر دغه ملکونو د دغه کورنیو باچاهي هم د امریکا او برطانيه منصوبه ده او د اسرائیل جوړول او چاغول هم د هغو منصوبه ده. ځکه د دوى مفادات سره شريک دي، او دوى به يو د بل دفاع کوي، خو يو د بل پر ضد به ګام نه اخلي. کومو عربو ملکونو چې داسې جرآت يو وخت کړى وو، هغه ملکونه او د هغو ملکونو واکداران يې ټول نشان عبرت کړو.
اوس به راشم اصل مدعا يعنې ګران وطن افغانستان ته. که کرزى نه ناست او که اشرف غني نو په ډاګه يې ويل چې وروره د امریکا تر ولکې لاندې ناست يو. دغه رنکه که خلقيان وو او که پرچمیان نو په ډاګه يې د روس ملګرتیا کوله.
يعنې په سياست کې منافقت او دوه مخي نه وه. حالانکې دوى چې افغانستان ته کوم تاوانونه و رسول هغه له چا پټ نه دي. يعنې د روس او امریکا سړه جګړه دوى افغانستان ته راوړه او د داؤد د کودتا تر شا هم د دوى لاس وو. يعنې دغه کنډو دوى او داؤد په افغانستان کې جوړ کړ. چې له دغه کنډوه تر دا ننه پر افغانستان واري کېږي او زخمي زخمي دى.
خو بيرته چې هر څه يې کول مخامخ يې کول، پالیسي يې څرګنده وه او دوست او دښمن يې معلوم وو.
خو دغه مزهبي ډلې چې واکمنې شي، دا اولس ته حقیقت نه شي ويلى. ځکه دوى له منافقت څخه کار اخلي. دوى اولس ته دا نه شي ويلى، چې دوى له امریکا سره د باقاعده سياسي ډيل يعنې معاهدې په نتیجه کې واکمن شوي دي. دوى اولس ته دا نه شي ويلى چې دوى د امریکا ټول هغه شرطونه په ليکلي بڼه ورسره منلي دي، د کوم له منلو چې دوى په 2001 کې منکره وو. يعنې دوى خپل د دوه زره يو اوکلي بيرته څټلي دي.
دوى اولس ته وايي چې موږ امریکا دښمنه يو او امریکا ته مو ماته ورکړې او واک مو ترلاسه کړى دى. حالانکې دوى د دوهې په تړون کې په ليکلي بڼه دا خبره له امریکا سره منلې ده، چې نه يوازې امریکا د دوى دوست هېواد دى بلکې د امریکا دوستان به د دوى دوستان او دښمنان به د دوى دښمنان وي.
دوى له امریکا سره دا په ليکلي بڼه منلي چې آل قاعده او داسې نورې ډلې ترهګرې ډلې دي. دوى به نه دغه ډلو ته پناه ورکوي او نه پاسپورټ او داسې بل څه.
د مسلمانانو ملکونو دغه دوه مخي پالیسي د ټولې نړۍ مسلمانان ګنګس کړي دي. اولسونه له اسرائیل او امریکا څخه کرکه کوي، خو حکومتونه يې به د هغو تر څنګ ولاړ دي.
زه نه يم خبر چې د ټاليبانو د حکومت جوړښت په څه ډوول دى. يعنې دغه امير المومنین په ريښتيا هم وجود لري او که نه. هغه ځکه چې کلونه و شو، خو چا نه مخامخ ليدلى او نه اورېدلى دى. زه نه يم خبر چې هغه خلګ چا چې د دوهې تړون امضأ کړى دى، د هغو هپ دغه حکومت کې څومره برخه ده او لا څومره قوت او اختيار لري.
هغه ځکه چې په ناست حکومت کې هغه لويه برخه خلګ پر مهمو چوکيو نه ښکاري. کوم چا چې د دوهې په خبرو کې کردار درلود او لا يې تړون امضأ کړى وو.
په ظاهره خو دوه قوتونه واکداره دي، يو د ملا يعقوب په مشرۍ کې او بله د حقاني په مشرۍ کې. او دا دواړه د دوهې د تړون مهم کردارونه نه وو. د دوى مجبوريت دا دى چې دوى اولس ته امریکا دښمن ښکاره کړې ده. او دا اولسونو ته يې دا باور ورکړى دى چې دوى امریکا ته ماته ورکړې ده او په زور يې واک ترلاسه کړى دى. خو حقیقت د دغه برعکس دى، او دا پيتاوي خبره نه ده د دوهې په تړون کې دغه يوه يوه خبره ليکل شوې ده، کومه چې ما تاسو ته بيان کړې ده.
او دا حقيقت معلومول چې د دوحې تړون کوونکي ريښتيا بې اختياره دي او د واک ترلاسه کولو پس دوى له خپلو ژمنو پر شا شوي دي او که نه د اولس په سترګو کې خاورې اچوي، دا بېخي ګران کار دى. بس انسان قياص کولى شي او نقطې سره تړلى شي.
که د دوحې تړون ته و کتل شي، نو بيا خو بايد پنجاب او ټاليبان په يوه صف کې ولاړ وي، بيا دغه جګړه او انډوخر حقیقت دى او که د اولس په سترګو کې خاورې اچول دى؟
او که چېرې ټاليبان په حقیقت کې د دوهې له ژمنو پر شا شوي وي، نو ځکه امريکا اوس پاکستان پر ور پارولى دى، چې خپلې ژمنې په و مني.
دا دواړې خبرې امکان لري، ځکه خو نيم افغانان دا خبره کوي، چې دغه روانه جګړه فکس مېچ دى، دوى دواړه د امریکا ګټې خوندي کوي او د چين د مخنيوي له پاره په دغه سيمه کې مصنوعي جګړه سره کوي.
بله ډله بيا د پنجابي لوړپوړي پوځي چارواکو او ټاليبانو هره ورځ مرګونه او جګړه ويني، هغه وايي چې دا جګړه حقيقي ده او دوى سره وران دي.
زه پخپله هم له دغه دويم فکر سره اتفاق کوم، چې د دوى تر منځ په ريښتيا هم خبره ورانه ده. او پاته شوه د امریکا خبره. که زر واره ټاليبان د امریکا له خوا راوستل شوي وي. خو ټاليبان په زر کاله هم دا خبره د اولس تر مخه نه شي تسليمولاى چې دوى امریکا کښېنولي دي. او لا دوى له امریکا سره جوړ دي. هغه ځکه چې د دوى ټوله بيانيه د امریکا پر ضد جوړه ده، د دوى هغه ټاليبان کوم چې پر مېدان جګړه کوي، هغه د دوى په دغه سياست نه دوى پوهېدلى شي او نه يې قانع کولى شي.
ځکه دوى هغه وخت د واک ترلاسه کولو له پاره هغه خبرې و منلې، خو اوس يې په عملي کولو کې سياسي او نظرياتي مرګ دى. نو ځکه امريکا ته حاجت پېښ شو، چې د پاکستان له لارې فشار پر واچوي، او هغه ژمنې ورباندې عملي کړي.
اوس به کتل وي ،چې دوى خپله بيانيه، سياست او نظريات ژغوروي او که حکومت دا وخت دا دواړې خبرې يو له بل سره په ټکر کې دي.
نو ځکه که ملت تقسیم دى پر ځينې خبرو، څوک يې فرضي او جعلي جګړه ګڼي او څوک حقيقي. نو دواړه خپل خپل دلايل لري.
خو دا کومه جګړه چې پر افغان وطن تپل شوې ده، دا زموږ د ټول وطن او ملت په تاوان ده.
تاوان يې زموږ دى، ګټه يې د نورو ده. بس په دغه خبره سر خلاصول پکار دى او پر دغه خبره متحده او متفقه بيانيه جوړول پکار دى…”.