خادم: د ط..البانو غوښتي؛ چي د پاکستان په مقابل کي دي تر بل امره پوري عکس العمل نه ښيې

د ط..البانو د رئيس الوزا د دفتر لوی رئيس ډاکټر عبدالواسع خادم د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه باندي د پاکستان له خوا پر ولسي خلګو باندي بريد غندلی دئ.
هغه ويلي چي د م.لايعقوب م.جاهد په مشرۍ د ط..البان هیئت دوحې ته د پاکستان سره د مذاکراتو له پاره تللی دئ او د‌ خپل هیئت د حيثيت د ساتلو له پاره تر څو چي بل امر نه وي سوی د پاکستان په مقابل کي دي ط..البان عکس العمل نه ښيې.
هغه ليکلي:« له دې سره سره چي ا.ا د پاکستاني فوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دي ط..البان له نوو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.»
ډاکټر عبدالواسع خادم دغه راز ويلي چي ط..البانو مشران د پاکستان دغه ډول بريدونه غندي.
«ا.ا د پاکستاني فوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په سختو ټکو غندي ‏او دا سي کړني،پارونکی عمل او د جګړې د اوږدیدو هڅه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights