د عراق او پاکستان د زندانو څخه ۱۷۰ افغانان ازاد سوي او افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چي ۱۷۰ افغان کډوال چي د پاکستان او عراق په زندانونو کي بنديان وو، له ازادېدو وروسته بېرته تېره ورځ افغانستان ته راغلي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، دغه کسان د نیمروز او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل سوي دي.
د ياد وزارت په وينا په دغه بنديانو کي ۱۴۷ تنه افغان کډوال پاکستان او ۲۳ تنه افغان کډوال د عراق د زندانو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي.
ياد وزارت زیاتوي، په پاکستان کي دا کډوال نږدې دوې میاشتي او په عراق کي شاوخوا د ۷ مياشتو راهيسي بنديان وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights