د پاکستان د پوځ مشر: د هند‌ فتنې د افغانستان له خاوري پر پاکستان بريدونه کوي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، د ط..البانو مشرتابه پوهېږي چي ځیني وسله‌والي‌ډلي د افغانستان له خاوري‌ څخه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.
هغه دغه څرګندوني د یوې وینا پر مهال کړي دي او ټینګار ئې کړی، چي د پاکستان پوځ د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په سیمو کي د هر ډول بریدونو او سرحدي ګواښونو پر وړاندي د جدي او پرېکنده غبرګون له پاره چمتو دئ.
د منیر په خبره، یادي ډلي چي دی ئې “د خوارجو او هند فتنې” بولي، د ناامنیو د دوام اصلي لاملونه دي.
دا څرګندوني په داسي مهال کي کېږي، چي په وروستیو کي د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دواړو هيوادونو پر پوله نښتي رامنځ‌ ته سوي دي او پاکستاني الوتکو د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول په کابل، سپین بولدک، او د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کي پر ولسي خلګو هوايي بریدونه کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights