د ازادۍ جبهه وايي په کابل کي ئې دوه ط..البان وژلي

د ط..البانو مخالفي د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د کابل ښار د هوايي ډګر د سړک او قصبې په سیمه کي ئې د ط..البانو پر رنجر موټر بريد کړی.
د يادې جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..الب جنګيالي وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
ط..البانو تر اوسه د ازادۍ د‌جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي یادي جبهې یوه ورځ وړاندي هم ادعا کړې وه چي د کابل په کمپنی–کوټه‌سنگي سیمه کي ئې د ط..البانو دوه جنګیالي وژلي دي.

Verified by MonsterInsights