خواجه آصف: د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اوربند راتلونکې غونډه په ترکيه کي جوړېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه سوې ده او راتلونکې غونډه به د ترکیې په استانبول ښار کي ترسره سي.
نوموړي پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي، د دواړو هیوادونو پلاوي به د رواني اکتوبر میاشتي پر ۲۵مه نېټه سره وګوري، څو د اوربند اړوند ځینو پاته موضوعاتو باندي تفصیلي بحثونه وکړي.
تر دې دمه ط..البانو د خواجه آصف د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

Verified by MonsterInsights