د ط..البانو ویاند ذبیحالله م.جاهد د يکشنبې په ورځ ویلي چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د دوحې خبري اتري د یو هوکړهلیک په لاسلیک پای ته رسېدلي دي.
مجاهد په یوه بیان کي ویلي، دواړو هیوادونو د سولي، متقابل درناوي او د ښه ګاونډيتوب د اړیکو د پیاوړتیا پر ژمنتیا ټینګار کړی دئ.
هغه ويلي چي دواړه لورو پرېکړه کړې، چي یو د بل پر ضد د دښمنۍ هېڅ ډول عمل به نه ترسره کوي او نه به د هغو ډلو ملاتړ کوي، چي د پاکستان د حکومت پر ضد بریدونه کوي.
هغه ويلي چي دا خبري د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره سوي دي.
