اندېشه: افغانستان د ط..البانو تر واک لاندي د هویت یو واحد فکر نه لري

په جنیوا کي د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، تر هغه وخته چي ط..البان واکمن وي، افغانستان د ملي هویت له یووالي بې برخي دئ او په نړۍواله کچه مشروع استازولي نه لري.
هغه ويلي، د ط..البانو تر واک لاندي په هیواد کي «د هویت یو واحد فکر» نه سته.
نوموړي زیاته کړې چي اوسنی افغانستان مشروع حکومت نه لري او په نړۍوالو ډیپلوماټیکو کړیو کي د ږغ استازیتوب نه سي کولای.
اندېشه ټینګار کړی، چي د همدې وضعیت له امله افغانستان په نړۍواله کچه د انزوا له حالته تېرېږي او له نړۍ سره ئې اړیکي تر ډېره حده پرې سوي دي.
هغه زیاته کړه، د مشروع حکومت نشتوالی نه یوازي د افغانستان د خلګو له پاره ستونزې زېږولي، بلکي د نړۍوالو د باور فضا ئې هم له منځه وړې ده.

Verified by MonsterInsights