د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو د چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۸ د افغان کډوالو کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د هرات اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لاري ۳۰ کورنۍ او له پاکستان څخه د هلمند بهرامچې د لاري ۴۶ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي
