ملګري ملتونه: ښځي او نجونې باید هر ځای کي ځان خوندي احساس کړي

ملګري ملتونه ویلي چي هره ښځه او نجلۍ حق لري، چي په هر ځای کي د امنیت احساس ولري. دغه سازمان د یکشنبې، د اکتوبر ۱۹مه، ویلي چي حکومتونه باید د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره ګامونه پورته کړي او پانګونه وکړي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چي قوانین باید په سمه توګه عملي سي او د جرمونو د بې سزا پاته کېدو حالت باید پای ته ورسېږي.
دا څرګندوني ملګرو ملتونو په داسي وخت کي کړي، چي ښځي او نجوني په افغانستان کي د سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، افغان مېرمني د خپلو اساسي حقوقو څخه محرومي‌ سوي دي، چي په کښی د زده کړو، کار، شخصي آزادۍ او د عامه ځایونو تګ راتګ په کښي شامل دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights