د ارزګان ولايت روغتيايي مسئولينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ په لنګر کلي کي د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي، چي يوه اته کلنه ماشومه د دغي پېښي څخه اغېزمنه سوې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم يو شمېر نړۍوالو مرستندويانو د ط..البانو د لاس وهني له امله خپلي مرستي پر افغانستان بندي کړي، چي ډېره برخه ئې روغتيايي ده، چي له امله ئې دغه ډول پېښي رامنځ ته کېږي.
