پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چي د پاکستان ایف سي ځواکونو نن د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کي یو ځانمرګی نېولی دی.
د رسنیو په حواله چي یاد ځانمرګی نعمت الله ولد موسی جان نومېږي او د کندهار ولایت اوسېدونکی وو.
ویل کېږي چي یاد ځانمرګي اقرار کړی چي دی د درو میاشتو پر ځای یوه هفته روزل سوی وو او په یاده یوه هفته کي پر موټر باندي د ځانمرګي کولو تمرین ورکول سوی او پاکستان ته استول سوی وو.
پاکستانۍ رسنیو زیاته کړې چي یاد کس په خپل اقرار کي ویلي چي دی د نورو څلوېښتو
کسانو سره یو ځای پاکستان ته د خوست له لاري ننوتلی وو
