د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په سپين غره ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وسله وال د شنبې په ماخستن ناوخته د ساجد په نوم د يو ځوان کورته ورغلي او هغه ئې خپل په کور کي ويشتلی او وژلی دئ.
د ساجد د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
په ورته وخت کي د ننګرهار ط..البانو دغه پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې خو د نور جزئياتو د ورکولو څخه ئې ډډه کړې او ويلي ئې دي، چي دوی ئې په اړه څېړني کوي.
