ستانګزی: د ټي ټي پي ايجاد پاکستان کړی

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر معصوم ستانګزی په خپل تازه څرګندونو کي ويلي، چي پاکستان د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ کي د نړۍوالو په ځانګړي ډول د امریکا د فشارونو د کمولو په موخه د تحريک ط..البان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د جوړېدو ملاتړ کړی و.
ستانګزي دغه راز ويلي، چي د پاکستان د استخباراتي ادارو د هڅو له لاري بېلابېلي وسله‌والي ډلي سره راټولي او د ټي‌ټي‌پي تر چتر لاندي یو ځای سوې. د ده په وینا، د دې اقدام هدف دا و، چي اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد جګړه کي ځان د نړۍوالو د اعتماد وړ وښيي او په عملي ډګر کي خپله سیمه‌ییزه ستراتیژي پر مخ یوسي.
هغه زیاته کړه، چي وروسته د ټي‌ټي‌پي مشرتابه د افغان ط..البانو سره بیعت وکړ، چي له هغه وروسته ئې د دواړو تر منځ اړيکي نژدې سوې او فعالیتونه ئې ګډ رنګ غوره کړ.
ستانګزی باور لري چي دا پالیسۍ د سیمي پر امنیت او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو منفي اغېزې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights