د اسلاماباد پولیسو ویلي، چي ۱۷ افغان کډوال ئې د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیولي او زنداني کړي دي.
د پاکستان د پولیسو په وینا، د بېاسناده افغان کډوالو د نیولو عملیات په رسمي ډول پيل سوي، څو هغه کسان ونیول سي چي د اوسېدو قانوني اسناد نهلري. چارواکي زیاتوي، دا لړۍ به دوام ولري ترڅو ټول غیرقانوني میشت افغانان وڅارل سي.
بلخوا بيا د بشري حقونو ځیني مدافعین وایي، چي دا ډول اقدامات د زرګونو افغان کورنیو د اندېښني او بېځایه کېدو سبب ګرځي او له اسلاماباد څخه ئې غوښتي چي د انساني اصولو او نړۍوالو قوانینو له مخي له افغان کډوالو سره چلند وکړي.
